د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي چې د مشرتابه له خوا د عمومي عفوې له اعلان وروسته له پخوانیو حکومتي کارکوونکو غچ اخیستل او د هغوی ځورول ناروا کار دی.
هغه دا خبرې د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د نوي والي مولوي مهرالله حماد د معرفي کولو په غونډه کې وکړې. عمري وویل چې دا ډول کړنې د الله تعالی، د هغه د رسول (ص) او د مشرانو له لارښوونو سرغړونه ده، د تېرو شلو کلونو «ظلمونه او وحشتونه» بښل شوي دي او باید د عمومي عفوې درناوی وشي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال همداراز وویل چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده او پر هر هغه چارواکي او کارکوونکي به شرعي حکم پلی کېږي چې په فساد کې ښکېل وي. هغه په خپلو خبرو کې پر اطاعت هم ټینګار وکړ.
عمري د پکتیکا د مجاهدینو سرښندنې هم وستایلې. بلخوا، نوي والي ژمنه وکړه چې خپلې چارې به د ولایت له خلکو سره په همغږۍ مخته یوسي.
ا.ا.ا په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو لپاره عمومي عفوه اعلان کړې وه. چارواکي وايي چې دا عفوه لا هم نافذه ده، خو د ملګرو ملتونو راپورونو له دې سره سره د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو پېښې ثبت کړې دي.
پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت ولایت دی چې له پاکستان سره اوږده پوله لري.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.