په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو هغه سلګونه کانتینره توکي لیلام ته وړاندې شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته هلته ایسار پاتې وو.
د لیلام لپاره د یوه شرکت له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او توکي پیرودونکو ته ښودل کېږي. لوړې مالیې او د اوږدې مودې ساتنې لګښتونه د دې لیلام اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
یوه افغان سوداګر رسنیو ته یې وویل چې لیلام څو ورځې وړاندې د مالکانو له خبرولو او قانوني اخطارونو وروسته پیل شوی، او سوداګر لا هم کولای شي محکمې ته عریضه وکړي او د خپلو توکو د لیلام مخه ونیسي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو دا ګام له سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی. دا لا روښانه نه ده چې څومره کانتینرونه اوس هم په کراچۍ کې پاتې دي.
د ا.ا.ا د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۴ کې ۲.۴۶ میلیارد ډالره وه چې په ۲۰۲۵ کې ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه، او سږکال ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.