رسنیو راپور ورکړی چې یوې باوري سرچینې ورته تایید کړې، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» یو قوماندان چې «قوماندان میرویس» نومېږي، د پنجشیر په سیمه کې د ا.ا.ا له ځواکونو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې میرویس د صالح محمد ریګستاني خوریی او ملګری و. ښاغلی ریګستاني څه موده وړاندې د دغې جبهې د نظامي ستاد عمومي عملیاتي قوماندان ټاکل شوی و.
د ا.ا.ا د دفاع وزارت ۲۰۷ عمري قول اردو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جبهې یو «مهم قوماندان او سلاکار» په یوه برید کې وژل شوی. د اعلامیې له مخې، میرویس د شپې په درې بجو د پنجشیر له پریان ولسوالۍ د اندراب د پل حصار ولسوالۍ د نمکاب درې پر لور روان و چې برید پرې وشو. د ا.ا.ا دوو سرچینو رسنیو ته ویلي چې عملیات په اندراب کې شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر عکسونه خپاره شوي چې رسنۍ یې په خپلواک ډول تایید نه شي کړای، خو یوې سرچینې ورته ویلي چې عکسونه د میرویس دي. د ملي مقاومت جبهې یو بل نامتو قوماندان حسیب پنجشیري د اګست په ۲۰مه په سالنګ کې وژل شوی و. ا.ا.ا تل ویلي چې وسلهوالې مخالفې ډلې په افغانستان کې فعاله نظامي شتون نه لري.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.