د رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې په ماسپښین د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ او د خیبر پښتونخوا د کورمې سیمې ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښتې وشوې چې څو ساعته یې دوام وکړ.
د ا.ا.ا امنیتي سرچینو رسنیو ته منلې چې د دوی ځواکونو او پولهساتو له پاکستاني لوري سره ډزې کړې دي. دولتي رسنیو د رسمي سرچینو په حواله د اوو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا وکړه، خو هغو سرچینو چې رسنیو یې یادونه کړې، ویلي اووه پاکستاني پوځیان وژل یا ټپیان شوي دي. دولتي رسنیو وروسته وویل چې په سیمه کې حالت عادي شوی دی.
له بلې خوا، د پاکستان امنیتي سرچینو د پاکستاني رسنیو له لارې ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پورته کورمې د تایدې او غوزګړۍ په سیمو کې «بېدلیله» ډزې پیل کړې او پاکستاني ځواکونو په ځواب کې څو افغان پوستې ویجاړې کړې. د ډنډپټان یوې ځايي سرچینې رسنیو ته ویلي چې له پاکستاني لوري توغول شوي راکټونه استوګنو سیمو ته لګېدلي دي.
د هېڅ لوري ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تایید شوې او لا روښانه نه ده چې نښته څنګه پیل شوه. تېره اوونۍ هم په همدې سیمه کې ورته نښته شوې وه.
په بل اړخ کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د شنبې په ورځ وویل چې اسلاماباد له کابل سره خبرو ته چمتو دی، خو دا خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون مشخصې پایلې ولري. هغه وویل، د روسیې له کومې رسمي منځګړیتوب هڅې خبر نه دی. سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اوربند شوی و، تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.