د جوزجان ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست اعلان کړی چې د موسیقۍ ۶۹ الې یې د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې اور ته اچولې دي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ریاست ویاند مولوي محبالله ویلي چې دا الې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د محتسبینو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو له خوا د شبرغان ښار له بېلابېلو سیمو راټولې شوې وې. له موسیقۍ الو سره یوځای شاوخوا یو نیم ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي، لکه مشروبات او خوږې، او درمل هم وسوځول شول.
د ویاند په وینا، دا توکي د شبرغان ښار په دښت لیلي سیمه کې د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، د چاپېریال ساتنې ادارې او د امر بالمعروف د مسوولینو په حضور کې وسوځول شول.
کابل ناو هم دا خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا کار په ولایت کې پر موسیقۍ د لګېدلو محدودیتونو د پلي کولو یوه برخه ده. د دې رسنۍ په وینا، د ا.ا.ا چارواکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ګڼو ولایتونو کې د موسیقۍ الې ضبط او له منځه وړې دي.
کابل ناو یادونه کړې چې د روان کال په وږي میاشت کې په لوګر کې نژدې ۲۰۰ او د غويي په میاشت کې په خوست کې له ۸۰۰ ډېرې د موسیقۍ الې سوځول شوې وې. د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) هم په خپلو راپورونو کې پر موسیقۍ د لګېدلو محدودیتونو اړوند ګامونه ثبت کړي دي.
سرچینه: پژواک، کابل ناو
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.