د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) او افغاني سرې میاشتې ټولنې د یکشنبې په ورځ یو نوی درې کلن تړون لاسلیک کړ چې موخه یې په ټول افغانستان کې د دواړو بنسټونو د بشري فعالیتونو پیاوړتیا ده. دا خبر په افغانستان کې د سره صلیب دفتر په خپله ایکس پاڼه ورکړی او رسنیو هم راپور ورکړی دی.
د سره صلیب د بیان له مخې، دا تړون پر بیړني غبرګون، روغتیايي پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د کورنیو د اړیکو بیا رغونې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو کمولو او د خلکو د معیشت پر ملاتړ تمرکز لري.
رسنۍ لیکي چې دا تړون د افغاني سرې میاشتې ټولنې د «ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شو. په افغانستان کې د سره صلیب استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي، څو لا ډېرو ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وشي.
سره صلیب په دې وروستیو کې د کلیوالو ټولنو پر ستونزو هم ټینګار کړی دی. بروور د همدې اوونۍ په یوه پیغام کې ویلي چې په بادغیس ولایت کې وچکالي، بېوخته بارانونه او سېلابونه د بزګرانو معیشت ګواښي. سره صلیب هلته د «کار په بدل کې نغدې پیسې» یوه پروژه پلې کوي چې له مخې یې د یوه کلي د اوبو لګولو ویاله بیا رغول کېږي او د سېلاب پر وړاندې یو ساتونکی دېوال جوړېږي.
افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ برخه ده او له سره صلیب سره یوځای کار کوي.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.