د پنجشیر ولایت چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغه ولایت د لویې لارې د ۴۵ کیلومترو د بیارغونې کار د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوی دی.
د پنجشیر د ټولګټو رئیس مولوي محمد فهیم موحد په وینا، دا پروژه د ټولګټو وزارت له پراختیايي بودیجې تمویلېږي او د شتل ولسوالۍ د دالان سنګ له سیمې څخه د ولایت د مرکز بازارک د دوابي تر سیمې پورې غځېږي.
چارواکو ویلي چې په دې پروژه کې د سړک د مخ ترمیم او ډکول، د ګبیوني دېوالونو جوړول، د پلچکونو او د سړک د غاړې د ویالو جوړول او نور اړوند کارونه شامل دي. د ټولګټو وزارت دا پروژه خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړې ده.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د پنجشیر والي محمد اغا حکیم، ځايي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و. والي وویل چې ا.ا.ا بنسټیزو او پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه لري او د ولایت اوسېدونکي د داسې پروژو شاهدان دي.
چارواکي وايي چې د دې لارې بیارغونه به د سړک د لا ورانېدو مخه ونیسي او د سیمې اوسېدونکو، په ځانګړي ډول موټر چلوونکو، ته به تګ راتګ اسانه او خوندي کړي.
دا لاره د پنجشیر اصلي لویه لار ده چې د دره اوسېدونکي او موټر چلوونکي یې هره ورځ د تګ راتګ او د توکو د لېږد لپاره کاروي.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.