د ا.ا.ا اداره د کندهار ولایت د سپین بولدک، تخته پل، ډنډ، پنجوايي او میوند ولسوالیو په ریګي سیمو کې د تفریح لپاره د خلکو پر تګ بندیز لګولی دی. د دې پرېکړې خبر د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۶مه (د اکتوبر ۱۸مه)، خپور شو.
یو شمېر محلي کسانو ویلي چې ځواکونو ته دنده ورکړل شوې څو خلک دغو سیمو ته له تګ څخه منع کړي. د دوی په وینا، دا پرېکړه د ژمي له رارسېدو سره نیول شوې، ځکه په دې موسم کې د مېلو او ساعتتېرۍ لپاره دغو ریګونو ته د خلکو ورتګ زیاتېږي.
خو په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې دا سیمې د جنايي پېښو او نښتو له امله تړل شوې دي. د دې ریاست په خبرو کې دا نه دي روښانه شوي چې کومو پېښو دا پرېکړه رامنځته کړې او بندیز به تر کومه وخته دوام وکړي.
دغه ریګي سیمې معمولاً د رخصتیو په ورځو کې د زرګونو کسانو د مېلو ځای وي. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کاروونکو له دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ګام د خلکو لپاره له کوره بهر د تفریح او وزګار وخت تېرولو فرصتونه نور هم کموي.
دا بندیز په داسې حال کې لګول کېږي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې پر عامه ژوند او تفریحي فعالیتونو بېلابېل محدودیتونه لګول شوي دي؛ د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ښځو ته د کابل د پارکونو او تفریحي ځایونو پر تګ بندیز ولګول شو.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.