د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ماښام د شپږ اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې افغانستان ته ۶ د ۰ پر وړاندې ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله. دا لوبه د برازیل د پارانا ایالت د ساو ژوزې دوس پینایس په ښار کې ترسره شوه.
رسنیو لیکلي چې برازیل د لوبې په لومړیو شېبو کې لومړی ګول ووهه او لومړۍ نیمایي په یو صفر پای ته ورسېده. د افغانستان ګولکیپر جواد صفري څو ځله مهم ګولونه وژغورل. په دویمه نیمایي کې عباس حیدري په شپاړسمه دقیقه کې سور کارت ترلاسه کړ او برازیل په همدې وخت کې دویم ګول ووهه. برازیل د لوبې تر پای شپږ دقیقې مخکې درېیم ګول ووهه او بیا یې درې نور ګولونه هم وکړل. وروسته سید مرتضی حسیني هم په سور کارت له لوبې وایستل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، فابینیو دوه ګولونه او لیاندرو لینو، کلېبر، سرژینیو او روفینو هر یوه یو ګول ووهه. برازیل د دې سیالیو ټولې درې دورې ګټلې دي.
افغان لوبډلې پایلوبې ته د رسېدو په لاره کې پیرو ته درې صفر ماتې ورکړه، له جاپان سره مساوي شوه او په نیمه پایلوبه کې یې کېپ ورډ ته ۴-۲ ماتې ورکړه. رسنیو زیاته کړې چې د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې برازیل لومړی او افغانستان دوه ویشتم مقام لري. جاپان د سیالیو درېیم شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په برازیل کې مېشتو یو شمېر افغانانو د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره لوبغالي ته ورغلي وو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کابل کې د لېوالو لپاره د دې لوبې ژوندۍ خپرونه برابره کړې وه.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.