د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان په نړیوال نندارتون مرکز کې پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ساختماني مواد، لاسي صنایع، غالۍ، پلاستیکي او اوسپنیز توکي ښودل کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، چې د دې نندارتون جوړونکې ده، نندارتون د چمن حضوري په نندارتون مرکز کې د تلې تر ۲۱مې (اکتوبر ۱۳) پورې دوام کوي. خونې مخکې ویلي وو چې روسیې، هند، ترکیې او جاپان په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو استازي پکې ګډون کوي.
د ا.ا.ا د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر د پرانیستې په غونډه کې وویل چې دا نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له سیمې سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت دی. د هغه په خبره، د هر هېواد نسبي یا مطلقې ګټې د نړیوالې سوداګرۍ اصلي محرک دي.
ملا برادر د چین تر پولې پورې د واخان د نوې پرانیستل شوې لارې یادونه وکړه او ویې ویل چې دا لار کولای شي د افغانستان له لارې چین له اروپايي بازارونو سره ونښلوي او افغانستان د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي. هغه زیاته کړه چې حکومت غواړي د هېواد پولې د ګواښ له ټکو د اقتصادي همکاریو د نښلون پر ټکو واړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم بهرنیو پانګوالو ته د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د پانګونې بلنه ورکړه او ویې ویل چې په راتلونکي کې به د هېواد د خامو کاني موادو صادرولو ته اجازه ورنه کړل شي.
چارواکو ویلي وو چې په تېرکالني نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ له ۷۰۰ میلیون ډالرو ډېر تړونونه لاسلیک شوي وو.
سرچینه: پژواک خبري اژانس، آریانا نیوز، راډیو امید
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.