د امریکا د جګړې وزیر (دفاع وزیر) پیټ هېګسېت د شنبې په ورځ د ټینیسي ایالت د نوکسویل په پوهنتون کې د ROTC پروګرام کېډټانو او نویو جلب شویو سرتېرو ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ډېرو هېوادونو ګډون درلود، خو یوازې یو څو یې په رښتیا جګړه کړې ده.
هېګسېت چې پخوا د امریکا د پوځ د یوه کپتان په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کړې، یاد کړل چې په کابل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې یې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه لیدل. هغه وویل دا یوه ښکلې منظره وه، خو زیاته یې کړه چې «شاید پنځو هېوادونو» رښتینې ونډه لرله او د ماموریت تر پایه یوازې «یو یا دوه» هېوادونه په مستقیمو جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل وو.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په ایکس کې غبرګون وښود او له هېګسېت یې وغوښتل چې دا خبره د هغو ۴۴ پولنډي سرتېرو کورنیو ته ووايي چې د غزني «سخت ولایت» د خوندي ساتلو پر مهال وژل شوي دي. د پولنډي رسنیو په وینا، له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ پورې له ۳۳ زرو ډېر پولنډي سرتېري او کارکوونکي په افغانستان کې دندې ته استول شوي وو.
د ناټو ایساف ماموریت په ۲۰۰۱ کې پیل او په ۲۰۱۴ کې پای ته ورسېد، وروسته د «قاطع ملاتړ» ماموریت تر ۲۰۲۱ پورې دوام وکړ. په دې جګړه کې امریکا ۲۴۶۱ او بریتانیا ۴۵۷ سرتېري له لاسه ورکړل. هېګسېت په ۲۰۲۵ کې هم د متحدینو د ونډې په اړه ورته خبرې کړې وې او ډونالډ ټرمپ هم سږ کال ادعا کړې وه چې د ناټو سرتېري د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وو.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.