المان په پاکستان کې د بیځایه شویو افغان کورنیو له ډېرې برخې ته، چې د قضیو له انفرادي بیاکتنې وروسته یې پرېکړې شوې، ویزې رد کړې دي. الماني رسنیو ته د کورنیو چارو وزارت معلوماتو ته په اشارې ویل شوي چې تر اوسه ۳۲ قضیې پریکړه شوې او ټولې منفي وې، په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۰ کورنۍ یا نږدې ۵۰۰ تنه لا هم په پاکستان کې د المان د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) په سرپناوو کې دي.
دا پریکړې هغه وخت راځي چې د المان فدرالي اساسي محکمې د جولای پر ۲۲مه په یوه پرېکړه کې ویلي وو چې د حکومت لهخوا د «بشري حقونو لیست» تر نامه لاندې د داخلېدلو ژمنو یوځلي لغوه کول غیرقانوني وو او هره قضیه باید په جلا ډول وکتل شي. محکمې په اتومات ډول ویزې نه دي امر کړې، یوازې یې انفرادي بیاکتنه لازمه بللې ده.
د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې الماني حکومت د شاوخوا ۶۴۰ افغانانو لپاره د داخلېدلو ژمنې لغوه کړې وې؛ شاوخوا ۵۰۰ تنه لا هم د پرېکړو په تمه دي. په تمه کې پخواني قاضیان، د استخباراتو پخواني کارکوونکي او د ښځو د حقونو فعالان هم شامل دي، چې که افغانستان ته ستانه شي د ا.ا.ا تر واک لاندې د ځورېدلو ګواښ ورته وي.
د رد شوو غوښتنلیککوونکو لپاره فشار زیات شوی دی: چارواکي غواړي چې په پنځو ورځو کې د بېرتهستنې پیسې ومني او له قانوني اعتراض څخه تېر شي. حقوقي ټولنو مخکې خبرداری ورکړی و چې د بیاکتنې بهیر باید واقعي وي، نه یوازې ظاهري. د یوې الماني پارلماني استازې په وینا، چې رسنیو ته یې وویل، په سلسلیزو ردولو سره دا اندېښنه زیاته شوې چې انفرادي بیاکتنه یوازې په نامه ترسره کېږي.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.