د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نامعلومو وسلهوالو ۲۰ تر روزنې لاندې پولیس تښتولي دي. دا خبر چارواکو او پاکستاني رسنیو ورکړی دی.
د مستونګ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چې پېښه د جمعې په ورځ د مستونګ او نوشکي ترمنځ د ګورګینې په سیمه کې شوې ده. موټرسایکلسپرو وسلهوالو یو مسافر وړونکی موټر چې پولیس په کې سپاره وو ودراوه او سپرلي یې له ځان سره یوړل. موټرچلوونکی او درې ملکي کسان وروسته خوشې شول.
دا پولیس د کلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو او د اوونیزې رخصتۍ لپاره کورونو ته روان وو. چارواکي وايي، دوی د واشک، نوشکي، چاغي او خاران سیمو اوسېدونکي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو شاوخوا غرونو کې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی او د تښتول شویو پولیسو درک نه دی معلوم.
بلوچستان چې له افغانستان او ایران سره پوله لري، د پاکستان یو له تر ټولو ناامنه ایالتونو دی. بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو هلته څو ځله پر امنیتي ځواکونو او زیربناوو بریدونه کړي دي؛ تېر کال د مارچ په میاشت کې وسلهوالو جعفر اکسپرس اورګاډی چې لږ تر لږه ۴۰۰ مسافر پکې سپاره وو، یرغمل کړ. په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د وسلهوالو تاوتریخوالي ډېرېدو له کابل سره د اسلاماباد ترینګلتیا هم زیاته کړې ده.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.