د پاکستان د بلوچستان ایالت د خضدار ولسوالۍ په نال سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د شنبې په شپه، د اکتوبر په ۱۷مه، پر یوې د مرمرو فابریکې او کان برید کړی او ۱۸ کسان یې تښتولي دي. رسنیو د خضدار پولیسو د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ویلي، په تښتول شویو کې د یوه سیمهییز قومي مشر زوی او ۱۷ کارګران شامل دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لسګونه وسلهوال په موټرو او موټرسایکلونو کې دغې فابریکې ته ورغلي چې د خضدار له ښاره شاوخوا ۳۵ تر ۴۰ کیلومتره لرې پرته ده. یو کارګر چې د تېښتې هڅه یې کړې وه، د وسلهوالو په ډزو ټپي شوی دی. بریدګرو له فابریکې یو لوډر او دوه نور موټر هم وړي دي. رسنۍ وايي، دا فابریکه د بلوچستان د پخواني ایالتي وزیر سردار اسلم بزنجو او د هغه د زوی ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. د بلوچستان ایالتي حکومت برید غندلی او ویلي یې دي چې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو او د بریدګرو د نیولو لپاره یې په سیمه کې ګډ امنیتي عملیات پیل کړي دي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې یوه ورځ وړاندې په مستونګ کې وسلهوالو یو مسافر وړونکی موټر ودراوه او د قلات د پولیسو د روزنیز مرکز ۲۰ زدهکوونکي پولیس یې وتښتول چې د اوونۍ رخصتۍ ته خپلو کورونو ته روان وو. رسنیو هم راپور ورکړی چې د همدې اوونۍ په لړ کې د رخشان ډویژن کمشنر اسدالله کاکړ د خاران له لارې د سفر پر مهال تښتول شوی دی.
بلخوا، د پاکستان پوځ ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په کوټه، نوشکي او خضدار سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا عملیاتو کې اته وسلهوال وژلي دي، خو دا نه ده څرګنده چې دا عملیات له وروستیو تښتونو سره تړاو لري که نه.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.