اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اروپايي ډیپلوماتانو پر یوې ډلې د مخپټو اسرائیلي مېشتېدونکو برید وغانده او د «بشپړ حساب ورکولو» غوښتنه یې وکړه. د رسنیو د راپورونو له مخې، د بلجیم، فرانسې، پولنډ او کاتولیک کلیسا استازي د شنبې په ورځ رامالله ته نږدې د طیبه په کلي کې تر برید لاندې راغلل، چې ډېری اوسېدونکي یې مسیحیان دي.
دا ډله هغه کلي ته د حالاتو د ارزونې لپاره تللې وه، ځکه چې مېشتېدونکي نږدې هره ورځ پر هغو فلسطینیانو بریدونه کوي چې خپل زیتون راټولوي. د بلجیم چارواکو ویلي چې د دوی د قونسلګرۍ د یوه موټر ښیښه ماته شوې او د فرانسې یو ښاروال وهل شوی دی. رسنیو د دې ښاروال نوم برنارد بودو ښودلی، چې د اولنوا-اېمري ښار ۷۸ کلن ښاروال دی او رسنیو ته یې ویلي چې پر ځمکه غورځول شوی و.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پریوو ویلي چې اسرائیل مکلف دی بریدګر عدالت ته وسپاري، او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو له اسرائیله وغوښتل چې دا تاوتریخوالی په بیړه ودروي. پولنډ ویلي چې د هغه ډیپلوماتان روغ دي، خو له اسرائیله یې وضاحت غوښتی دی.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سار دا تاوتریخوالی وغانده او ویې ویل چې پولیسو پلټنه پیل کړې ده؛ د اسرائیلو پوځ هم وايي چې پېښه څېړي. خو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د پېښې د څرنګوالي په اړه شک څرګند کړ.
دا برید یوه ورځ وروسته وشو چې مېشتېدونکو د ابو فلاح په کلي کې څو فلسطینیان او د واشنګټن پوسټ عکاسه هایډي لیوین ټپي کړل. ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د مېشتېدونکو بریدونه د تېر کال د زیتون د ټول فصل له بریدونو زیات وو.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.