د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان له ا.ا.ا سره د اسلاماباد خبرې بې قید و شرطه نه دي او باید په ځمکه کې د امنیت په برخه کې مشخصې پایلې ولري.
هغه وویل، پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: داسې یو میکانیزم دې جوړ شي چې تایید یې شونی وي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد وسلهوال فعالیتونه په بشپړ ډول ودرېږي. د هغه په خبره، پاکستان له خبرو نه تښتي او د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی کوي چې د اسلاماباد امنیتي اندېښنې حل کړي.
ښاغلي خان د روسیې د منځګړیتوب په اړه وویل، تر اوسه د روسیې له لوري د کوم جلا او رسمي نوښت خبر نه دی. هغه د مسکو فارمټ د وروستۍ غونډې له ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېدل دې ته اشاره وبلله چې کابل نه غواړي ومني چې وسلهوال تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
پاکستان له ا.ا.ا غواړي چې د ټيټيپي (TTP) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې اسلاماباد یې په بریدونو تورنوي. خو ا.ا.ا دا تورونه تل رد کړي او وايي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. په مسکو کې د ا.ا.ا سفیر ګل حسن حسن هم پدې ورځو کې پاکستان د سیمې د ناامنۍ او مخدره توکو اصلي سرچینه بللی و.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.