د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د مسکو فارمټ د اتمې غونډې پر څنډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له استازي محمدرضا بهرامي سره لیدنه کړې ده.
د اریانا نیوز، افغانستان انټرنشنل او امید راډیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران پر اړیکو، سیمه ییزو پرمختګونو او د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي. افغانستان انټرنشنل بهرامي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د چارو عمومي رئیس معرفي کړی دی.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل ویلي چې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او تعاملاتو پر پراختیا ټینګار شوی دی. د هغه په وینا، متقي له افغانستان سره د ایران د تعامل او په سیمه ییزو غونډو کې د دې هېواد له رغندې ونډې مننه کړې او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراخولو اړتیا یې په ګوته کړې ده.
محمدرضا بهرامي هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د سیمه ییزې همکارۍ، ثبات او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه یې د ایران نظرونه شریک کړي دي.
د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و، او بېلاروس او مصر د مېلمنو په توګه پکې حاضر وو.
سرچینه: اریانا نیوز، افغانستان انټرنشنل، امید راډیو
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.