د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر افغانستان د نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) هر ډول قضايي واک په کلکه ردوي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د څلورو چارواکو د نیونې د حکمونو پرېکړه د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل څرګنده سرغړونه بللې ده. وزارت محکمه په ټاکنیز او سیاسي چلند تورنه کړې او ویلي یې دي چې له دې ادارې سره هېڅ همکاري او اړیکه نه لري.
اعلامیه زیاتوي چې افغانستان چمتو دی د متقابل درناوي پر بنسټ له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل وکړي، خو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
نړیوالې جنايي محکمې د دوشنبې په ورځ هغه څلور د نیونې حکمونه علني کړل چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه او د سپتمبر په ۹مه صادر شوي وو. دا حکمونه د ا.ا.ا د مشر هبت الله اخوندزاده، د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې د وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم پر ضد دي. محکمه دوی د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور تورنوي، چې د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.
د بي بي سي پښتو د راپور له مخې، د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس کې لیکلي چې دوی دا محکمه په رسمیت نه پېژني او دریځونو ته یې ارزښت نه ورکوي.
سرچینه: پژواک، بي بي سي پښتو، جوریسټ
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.