مولوي محمد قاسم حلیمي چې هغه مهال د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکی و، ازادي راډیو ته وویل چې وارد دمخهیې د بریدونو د وخت په هکله له پاکستاني چارواکو خبر ترلاسه کړی و، خو طالب مشرانو باور نهدرلوده چې امریکا به بریدونه وکړي.
هغه وايي د امریکا له لوري په کابل باندې د کروز توغندیو برید پلازمېنه کې وېره او ترهه خپره کړه: "دا کروز چې راته داسې نهو لکه نور راکټونه چې ولګېږي بیا لمبه وکړي، دا کروز چې راته په هوا کې یې ډېر بدغرهار کاوه او رڼا یې کوله او دا چې لګېده لکه زلزله چې وسي منطقهیې ټوله خوځوله، موږ چې په شهرنو کې په کوم کور کې وو شیشې یې ماتې شوې."
پر کابل له دغو بریدونو وروسته، امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د ترورېزم ضد جګړه پیل کړه چې په نتیجه کې یې د طالبانو د هغه مهال واکمني نسکوره او د امریکا او د متحدینو پوځي حضور په افغانستان کې ۲۰ کاله دوام وکړ.
د امریکا د ملي ارشیف په یادداشتونو کې راغلي دي چې هغه مهال د امریکا استخبارات د سپټمبر له ترورېستي بریدونو وروسته سملاسي دې نتیجې ته ورسېدل چې هغو الوتکو تښتونکو چې دغه بریدونهیې ترسره کړي وو، د القاعده شبکې د پلان په ترڅ کې روزنه ترلاسه کړې وه.
د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونه د ۱۹ الوتکو تښتوونکو بریدګرو لهخوا چې ۱۵ تنهیې د سعودي عربستان اتباع وو، ترسره شول.
د دغو بریدونو په نتیجه کې، په نیویارک، پنسلوانیا او واشنګټن کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.
هغه مهال د القاعده مشر اسامه بن لادن او د دغې شبکې نور مشران په افغانستان کې اوسېدل.
امریکا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې نوموړی وسپاري، خو هغوی دا غوښتنه رد کړه او په نتیجه کې یې جګړه رامنځته شوه.
د امریکا او متحدینو ځواکونه د دوحې د تړون په اساس چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو له افغانستان ووتل او وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ طالبان بېرته واک ته ستانه شول.
د اسوشیټډ پرېس اژانس د راپور له مخې، په دې جګړه کې ۲،۴۴۸ امریکایي پوځیان ووژل شول، د افغانستان د حکومت ۶۶ زره پولیسو او عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې تقریباً ۲۰ کلونو کې د طالبانو د وسلهوالو تلفات ۵۱،۱۹۱ ته رسېږي.
نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.