په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې شوې دي او د برېنټ خام تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۰۷ اوښتې ده.
د تېلو د بیو دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې ایران باید د هرمز تنګی د اوو ورځو په موده کې بېرته د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیزي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول کړکېچ پکې د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو مخامخ اغېز کوي.
بل لور د سعودي عرب رسمي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د خبرو لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې نوموړی هلته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وویني.
شنونکي وايي، د واشنګټن او ریاض ترمنځ دغه تماسونه ښايي د سیمې د روانو کړکېچونو، د انرژۍ د بازارونو د ثبات او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه مهمې خبرې رانغاړي.
سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړه چارواکي به د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عرب او د یمن د حوثيانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي چې د سعودي ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان روانه میاشت له امریکا غوښتي وو چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر ضد په عملیاتو کې پوځي مرسته وکړي. خو واشنګټن د مستقیمو هوايي بریدونو له ترسره کولو سره موافقه نه ده کړې.
د سرچینو په وینا، امریکا له سعودي عرب سره د احتمالي بریدونو د هدفونو د ټاکلو لپاره د استخباراتي معلوماتو او تخنیکي مرستو پر وړاندې کولو هوکړه کړې ده.

نظرونه (۰)
تر اوسه کوم نظر نشته. لومړی نظر تاسو ولیکئ.